شاعران د ټولنې په اصلاح کې مهم رول لري
سه شنبه ( ۱۷ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبیبالله الهام له يو شمېر شاعرانو، لیکوالانو، ترنم او نعت ویونکو سره د ملاتړ او له دوی سره د همغږۍ د رامنځتهکولو او اړیکو د پياوړتیا په موخه ناسته وکړه.
ښاغلی الهام د ناستې پر مهال شاعران د نورو اقشارو ترڅنګ د ټولنې اړینه برخه یاده کړه، چې په خبره یې، دوی کولاي شي د عامه افکارو په جوړښت او د ټولنې د اصلاح په برخه کې اړین رول ولوبوي.
په یاده غونډه کې په راتلونکي کې د ورته ناستو د ترسره کولو وړاندیزونه وشول او په یو لړ نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې او لازم تصاميم ونيول شول.
۱۴۰۳/۵/۳ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۴ ميلادي
