سیوري ولسوالۍ کې لسګونه ځوانان د کمپیوټر زده کړو څخه فارغ شول
د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت د مسؤلينو په وینا؛ لسګونه ځوانان د کمپيوټر له شپږ میاشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د لومړي ځل لپاره د ځوانانو چارو امريت اړوند د سیوري ولسوالۍ بولان بابا لېسه کې د کمپیوټر شپږ میاشتنيو زده کړو څخه ۲۵ تنه ځوانان فارغ شول، د نوموړي په وينا؛ د کمپیوټر زده کړو یادو ټولګیو ته به پراختیا ورکړي.
دغه راز د زابل د پوهني رياست مرستيال مولوي محمد نسيم نصير د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې تر څنګ وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل د پوهنې ریاست سره همکاري کړې او ځوانانو ته یې د زده کړو زمینه برابرې کړې ده، ښاغلي نصیر له ځايي اوسیدونکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه وغوښتل، چې له ټولو ښوونیزو مرکزونو څخه ملاتړ وکړي او خپل ماشومان ښوونیزو مرکزونو ته واستوي.
د فارغو شویو زده کوونکو د والدینو په استازولۍ دوو تنو دیني عالمانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامدارو هڅو مننه وکړه، چې د دوی ماشومانو ته یې په سیوري ولسوالۍ کې د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره کړې ده.
۱۴۴۷/۳/۲۰ هـ ق
