سیاګرد او شینواري ولسوالیو کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ د ازموینې پایلې اعلان شوې
پروان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې رياستونو په همکارۍ د تنویر فکري او کلتوري ادارې لخوا د سیاګرد او شینواري ولسوالیو له بیلابیلو ښوونځیو او مدارسو څخه د ۱۴۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبيﷺ د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان او غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو سره وستایل شول.
غونډه کې د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري، امنیه قومندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي، د پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي او د دې ولایت ګڼو نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي ځوانانو ته په خطاب کې وویل: په دنیا او آخرت کې کاميابي د سیرت النبي ﷺ تابعداري او د هغهﷺ سیرت او صورت باندې عمل کول دي.
په ورته وخت کې د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري د اسلامي شریعت او د قرآن عظیم الشان د ارزښت په اړه ګډونوالو ته وویل: له قرآن عظیم الشان څخه پرته ژوند کول بې معنی دي، مسلمان ته پکار ده، چې خپل ټول ژوند د قرآن عظیم الشان او مبارکو احاديثو کې له ذکر شویو اصولو سره سم تېر کړي، ځوانان باید پراخه مطالعه ولري، تر څو په افکارو او ذهنیت کې يې مثبت بدلون راشي.
د غونډې په پای کې له دواړو ولسواليو څخه ۲۰ تنه غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو سره وستايل شول.
۱۴۴۶/۷/۲۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل
