سنګین ولسوالۍ کې عامه کتابتون پرانیستل شو

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۱:۴۱
ض

 د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو په سنګین ولسوالۍ کښي عامه کتابتون د لوستوونکو پر مخ پرانیستل شو.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کي د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد، د سنګین ولسوالۍ ولسوال حاجي ملا امان الله متین، یو شمېر مسؤلینو، خبریالانو او ځوانانو ګډون درلود.
پیل کې ولسوال ملا امان اللّٰه متین وویل:  د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه مننه کوو، چې په سنګین ولسوالۍ کې یې عامه کتابتون پرانیست.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین همېشه هڅه کوي، چې ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې خدمتونه وکړي، چې د همدې لړۍ څخه يو هم په سنګين ولسوالۍ کې د عامه کتابتون پرانیستل دي.
د نوموړي په وينا؛ د امکاناتو په پیدا کولو سره د هلمند ولایت په ټولو ولسوالیو کې عامه کتابتونونه پرانیزو، تر څو په ټولنه کې د علم برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل: مخکې مو د مطالعې لپاره په دومره شمېر کتابونه نه لرل،  اوس به  وکولای شو، چې د پوره امکاناتو په لرلو سره په ارام چاپیریال کې مطالعه وکړو.
د يادونې وړ ده، چې په سنګين ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې کتاب ازموینې غوره ګډونوال هم د يوې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو ډاليو په ورکولو سره وستايل شول.

۱۴۴۶/۱/۲۸ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۳ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

کونړ کې د سیمه ایزو رسنیو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د همغږۍ د اتحادیې له لوري د یونسکو په مالي ملاتړ د کونړ سیمه ایزو رسنیو خبریالانو او یو شمېر امارتي ویاندویانو لپاره یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر خبري آژانس رئیس او هم مهاله د کډوالو د عامه پوهاوي کمېټې مسؤول مولوي احسان الله حسان او د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر. . .

BACK TO NEWS