سنګين ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سيالۍ ازموينه واخستل شوه
یکشنبه ( ۱۵ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ هاشم سارواني عالي لیسه کې د اطلاعاتو او کلتور او پوهني ریاستونو په ګډو هڅو د امارت پېژندنې سیالۍ آزموینه واخیستل شوه.
په دې موخه جوړو شوو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد، دولتي مسؤلینو، ښوونکو او سلګونه زده کوونکو ګډون درلود.
د اطلاتو آمر مولوي شیرمحمد وحدت وویل: له دې سیالیو څخه مو موخه د ځوانانو تشویق، د اسلامي نظام په اړه معلومات شريکول او د ځوانانو پوهای دی، تر څو ځوانان د خپل اسلامي نظام په اړه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست لا هم هڅه کوي، چې ځوانانو ته د علم په برخه کې تر دې زیات خدمت وکړي، تر څو ځوانان په اسلامي مفکوره هیواد او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي.
د آزمویني ګډون والو وویل: ځوانانو لپاره دا ډول آزموینې زیاتې ګټورې دي، د علم کچه ورباندې لوړیږي او کولای شو، چې د خپل اسلامي نظام په اړه پوره معلومات تر لاسه کړو، دوی له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې لوستو ځوانانو ته دې د نورو سیالیو زمینه هم برابره کړي.
۱۴۰۳/۵/۱ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۲ ميلادي
