سمنګان کې له خصوصي پوهنتون سره د همکارۍ تړون لاسليک شو

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د حضرت مولانا جلال الدين محمد بلخي خصوصي پوهنتون سره د بې وزله ځوانانو سره په فیس کې د تخفیف کولو تړون لاسليک کړ.
یاد تړون ليک د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي فیروزالدين منیب او د ياد خصوصي پوهنتون د رئيس قاري ذبيح الله حاجي زاده ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به يې هغه شمېر ځوانان چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري دې پوهنتون ته ورپېژندل کيږي، په فیس کې به ۵۰ سلنه تخفیف ورکول کيږي.
د حضرت مولانا جلال الدين محمد بلخي پوهنتون رئيس قاري ذبيح الله حاجي زاده په خپلو خبرو کې د ځوانانو د زده کړو لپاره د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅې وستايلې او زياته يې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت د پلان او پاليسۍ له مخې هر کال زرګونه ځوانانو ته په خصوصي پوهنتونونو کې په وړيا ډول او تخفيف سره د زده کړو زمينه برابريږي، د همدې پاليسيو له مخې په ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د پوهنتونونو سره تړون ليکونه لاسليک کيږي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي فیروزالدين منيب د تړون ليک د لاسليک کولو له امله د ياد خصوصي پوهنتون له مسؤلينو څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل: تعليم ترلاسه کول د ټولنې د پرمختګ او ودې سبب ګرځي، ځوان نسل باید له دې فرصت څخه په سمه توګه استفاده وکړي او ځانونه د پوهې په ګاڼه سمبال کړي.
۱۴۴۶/۲/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱ هـ ل