سمنګانو کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره ناسته وشوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۴:۵۴
..

شنبه (۲۹ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ د ياد ولايت والي ملا محمد شعيب رسالت د چاپي، غږيزو او تصويري رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره ناسته وکړه.
د سمنګان والي ملا محمد شعيب رسالت وویل: خبریالان باید د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې داسې څه نشر کړي، چې د حکومت او خلکو ترمنځ د يو بل منلو او يووالي روحيه پياوړې کړي، ځکه خبریالان او رسنۍ د ټولنې د سترګو، غوږونو او ارتباطي پل حیثیت لري، د رسنيو ټول کارکوونکي باید د راپورونو په برابرولو کې اخلاقي اصول مراعت کړي او د ټولنې واقعيتونه منعکس کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فیروزالدين منيب او د اطلاعاتو آمر اسدالله عطايي په خپلو خبرو کې د خبريالانو او رسنيو ستونزې بيان کړې او ويې ويل: د رسنيو او حکومت ترمنځ همکاري او همغږي د ستونزو د له منځه وړلو باعث کيږي.

۱۴۰۳/۴/۱۷ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۷ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS