سمنګانو کې د تېر په پرتله د کتاب لوستنې کلتور وده کړې

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۹
....

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولين وايي: په وروستيو کې دې ولايت کې د کتاب لوستنې کلتور د ودې په حال کې دی.


د عامه کتابتون مسؤول جان محمد اميري وويل: دې ولايت کې د کتاب لوستنې کلتور نظر تېرو کلونو ته ۶۰ سلنه زيات شوی دی، دا مهال عامه کتابتون ته ډېر شمېر خلک د کتاب لوستنې لپاره مراجعه کوي.


نوموړي زياته کړه؛ په دې ولايت کې ۱۰ بابه کتابتونونه شته چې ۶ يې د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند او ۴ نور يې د لوړو زده د مؤسسو او د معارف رياست اړوند دي، چې د اطلاعاتو اوکلتور رياست په کتابتونونو کې ۱۴۰۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه موجود دي.


 همدا ډول د خلم ولسوالۍ په کتابتون کې ۲۰۰۰ ټوکه، د خرم او سارباغ کتابتون کې ۸۰۰۰ ټوکه، د حضرت سلطان کتابتون کې ۲۳۰۰ ټوکه او د دره صوف پايين کتابتون کې ۵۰۰ ټوکه کتابونه موجود دي، چې هره ورځ لسګونه ځوانان د کتاب لوستنې لپاره ورته راځي کوي.


همدا ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د سمنګانو عامه کتابتون سره د ۴۲۶ ټوکه بېلابېلو کتابونو مرسته وشوه، يادو کتابونو کې د ديني علومو، ټولنيزو علومو، ساينسي، ادبي او د نورو برخو کتابونه شامل دي.

۱۴۴۵/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۴ هـ ل
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS