سرپل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ناسته وشوه
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ولايت مقام د مرستیال ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ناسته وشوه.
ملا خال محمد حقاني د خلکو په ژوند کې د رسنیو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل دی او د ارزښتونو په ترویج او د حکومتي ادارو د خدمتونو په انعکاس کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه؛ چې د ولایت مقام د سالمو رسنیو ملاتړ کوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د قانوني چوکاټ په رڼا کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د عامه ذهنیت د پیاوړتیا او د امارتي ادارو د خدمتونو د انعکاس په برخه کې د رسنیو رول ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور رياست چمتو دی، تر څو له رسنیو سره په همغږۍ د دوی لپاره د اغېزناک فعالیت لازم شرایط برابر کړي.
همداراز د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي غلام سخی فروتن د رسنیو ستونزې او له امارتي ادارو سره د خصوصي رسنیو د لا ډېرې همغږۍ د اړتیا یادونه وکړه او د یادو شويو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د رسنیو مسؤلینو هم خپلې ستونزې او ننګونې شريکې کړې او له امارتي ادارو سره يې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۷/۱/۱۳ هـ ق
