سرپل کې د خبریالانو او رسنیو له مسوولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوه
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما په مشرۍ د خبریالانو او رسنیو له مسوولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوه.
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو له فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ له هغوی وغوښتل، چې په خپلو خپرونو او فعالیتونو کې لا زیاتې هڅې وکړي، ترڅو په هېواد کې لاسته راوړنو ته د رسنيو له اصولو سره سم انعکاس ورکړل شي.
نوموړي خبريالانو او د رسنيو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د اړوندو ادارو مسوولين به اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.
همدا راز د سرپل د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر وويل: د رسنيو موخه هېواد او ولس ته خدمت کول، د خلکو د لاسته راوړنو او ستونزو انعکاس دى او د رياستونو مسوولين بايد په دې برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې نورو خبريالانو له رسنيو څخه د ملاتړ په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه: دوى د ا.ا.ا. له قوانينو سره سم خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکوي.
۱۴۴۶/۴/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۷ هـ ل
