سرپل اطلاعاتو او کلتور رياست او د رسنيو مسئولينو د همغږۍ ناسته وکړه
تیره ورځ د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او د رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
یاده غونډه د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي عمير سرپلي په مشرۍ په ياد رياست کې د ملي راديو تلويزيون خبريالانو، د باختر آژانس، محلي راډيوګانو او نورو رسنيو د مسئولينو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د رسنيو د نشراتو په کيفيت، د رسنيو او اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ د همغږۍ، او د راډيوګانو د جوازونو په تمديد کولو خبرې تبادله شوې.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي عمير سرپلي د رسنيو مسئولينو ته وويل، تر څو خپلې خپرونې د ژورناليزم د اصولو په رڼا کې د حقيقت اصل ته په کتو او د ټولنې د هراړخيزو ګټو په نظر کې نيولو سره برابرې کړي.
ورپسې د رسنيو مسئولينو خپلې ستونزې او مشکلات شريک کړل، او د محلي ادارې د همکارۍ غوښتونکي شول، چې د مفتي عمير سرپلي له لورې د مشکلاتو د حل ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۴/۹/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱۵ هـ ش
