زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۹
..

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري لسګونو تنو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوي ترسره شو.
په دغه پروګرام کې د یاد فرمان موخې او مهمې مادې ګډونوالو ته تشریح شوې او د ناوړه دودونو د مخنیوي، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د سالمې ټولنې د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.
د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مديریت مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د یاد فرمان پیغامونه له نورو خلکو سره هم شریک کړي او د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په برخه کې خپل مسؤولیت ترسره کړي.
په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره به له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

۱۴۴۸/۲/۱۷ ه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS