زابل کې د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه ولسي غونډه تر سره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۶
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري زابل ولایت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې(ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د ښه تطبیق په موخه ولسي غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د امارتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو، استادانو، قومي مشرانو، لیکوالانو، د رسنیو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: که غواړو چې دغه فرمان په ټولنه کې په سمه توګه عملي شي باید له ځان څخه یې پیل کړو. ښاغلي فراهي ټینګار وکړ چي مدرسین، خطیبان او قومي مشران دې په ګډه د ناسمو دودونو د مخنیوي لپاره منظم کار وکړي. نوموړي زیاته کړه چې استادان دې په ښوونیزو مرکزونو کې زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړي او رسنۍ دې هم فعاله ونډه واخلي، ترڅو د ټولنیز اصلاح بهیر لا چټک او اغېزمن شي.
په غونډه کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت د مشرتابه پیغام ولوسته او د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت‌الله حماد او نورو ویناوالو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: یاد فرمان په ټولنه کي د موجودو ستونزو د حل لپاره صادر شوی او پلي کول یې د ټولنیز سمون لپاره مهم دي، ویناوالو د ۱۷مې ګڼې فرمان متن ولوسته او په پوره توګه د عملي کولوپر اړتیا ټینګار وکړ.
په پای کي قومي مشرانو هم د عالیقدر اميرالمؤمنین(حفظه اللّٰه) ۱۷ مه ګڼه فرمان د ټولنې په ګټه ياد کړ او د تطبیق په برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۱۱/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS