زابل کې د تابلوګانو او لوحو د سمونې کمېټې د مطبعو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه
نن سه شنبه (۶ د جمادي الثاني ۱۴۴۵) د زابل ولايت د لوحو او تابلوګانو د سمونې کمېټې غړو د مطبعو له مسؤلينو سره د لوحو او تبليغاتي اعلاناتو د سمونې په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کمېټې غړو د مطبعو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې ټولې لیکنې او لوحې باید د هېواد په ملي ژبو سره په کره توګه ولیکل شي او په دې برخه کې د بهرنیو ژبو د لغتونو له کارولو څخه په کلکه توګه ډډه وشي، تر څو له یوې خوا مو د خپلو رسمي ژبو په وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړی وي او له بل پلوه مو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وړاندې شوي طرزالعمل د عملي کولو په برخه کې هم اقدام کړی وي.
د کلات ښار د مطبعو مسؤلینو دکمېټې غړو ته ډاډ ورکړ، چې تر دې مهاله یې هم د خپلو ژبو کارونې او ترویج ته کار کړی او له دې وروسته به هم په دې برخه کې پوره کوښښ کوي.
