زابل اطلاعاتو او کلتور ریاست کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه
نن (۱۴۴۵/۱/۱۰هـ ق) د زابل ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې میاشتنۍ مشاعره پر داسې حال کې ترسره شوه چې د دې ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد، شاعرانو، ادیبانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون درلود.
په پیل کې ښاغلي حماد خبرې وکړې او ویې ویل، شعر لیکل او شاعري هرچاته نه ور په برخه کیږي ځکه دا یو لوی مسؤلیت دی، هغه له شاعرانو څخه وغوښتل چې د شعر په ژبه دې ولس ته د یوالي ورورولۍ او امن پیغامونه ورسوي، ځوانان دې سمې لارې ته را وبولي او د هېواد د اوسني ښه انځور وړاندې کولو لپاره دې مټې را بډ وهي.
ورپسې د مشاعرې برخه پیل شوه شاعرانو په نوبت سره خپل شعرونه او ترنومونه وویل، هغوی د هېواد، ازادۍ، دیني او طنزیه شعرونه ولوستل.
شاعرانو پیغام ورکړ چې هېواد مو اوس تر ټولو په ښه حال کې دی.
