روزګان کې یو شمېر تاریخي اثار موندل شوي دي

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۱۷
…

سه شنبه ( ۲ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کي یو شمېر تاریخي اثار موندل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر ملا محمد افضل سید وویل: د زیاتو هڅو وروسته مو یو شمېر تاریخي اثار موندلي، چي تر څيړنو وروسته به یې تاریخي مخینه معلومه شي، یاد اثار چي ۷۶ رقمه مرۍ او کوریان، ۳ غټ کټوریان، ۵ کوچني کټوریان، ۱ قاب، ۲ کوچني سرپوښونه، ۱ تبر زین او ځیني نورې کړۍ او ځینځیرونه شامل و، د دغه ولایت د چهارچینو ولسوالۍ اړوند د مغز اباد سیمي د یو اوسیدونکي سره وه چې د اطلاعاتو او کلتور رياست ورڅخه ترلاسه کړل.

 د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي پر ولسونو غږ وکړ، چې هڅه وکړي د خپلو تاریخي ابداتو ساتنه وکړي او د داسي تاریخي منقول او غیر منقول اثارو په موندلو کي زموږ سره همکاري وکړي.

ښاغلي قریشي زياته کړه؛ د هیواد ارزښت او تاریخ ساتل د ټولو مسولیت دی موږ به د ټولو هیوادوالو په هڅه د هیواد ارزښتونه او تاریخي اثار خوندي ساتو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS