رسنۍ دې رسنيز رسالت ته په کتو ولس ته خدمات وړاندې کړي

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۰:۲
sdfghj

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د حکومت او رسنیو د همغږۍ په غونډه کې وویل: رسنۍ باید خپل رسالت وپېژني او د هغه په رڼا کې دې د ولس خدمت وکړي.
ښاغلي الهام زیاته کړه؛ د نیمروز محلي ادارې د معلوماتو د لاسرسي لپاره تل هڅه کړې ده او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښو اړیکو رامنځته کولو لپاره هیڅ ډول هڅې نه دي سپمولي.
هغه په خپلو خبرو کې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د رسنیو رول ته هم اشاره وکړه او ويې ویل: رسنۍ باید د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په رڼا کې د خپل کار ترسره کولو ته ادامه ورکړي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمیټې ولايتي مسئول عبدالغفار عزيزي هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او د رسنیو د ملاتړ په اړه یې د ټولو ادارو هڅې وستایلې.

۱۴۴۶/۶/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۰ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
Background image

د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

BACK TO NEWS