رسنۍ دې افغاني فرهنګ ته وده او پرمختګ ورکړي 

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۲۹
زرلذادتنم

کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست او خبريالانو د خونديتوب کميټې په همږغۍ د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ مياشتنۍ غونډه ترسره شوه.
په ‌دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ګل محمد الیاس، د امارتي ادارو مطبوعاتي او نشراتي مسوولینو، د اترا ادارې آمر مطیع‌الله صالح، د آزادو خبریالانو د خونديتوب کمېټې مشر او خبریالانو ګډون کړی و. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل محمد الیاس وویل چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رسنيو سره د هر راز همکاریو ترڅنګ ښه همږغي لري، د سیمه ییزو رسنیو شته ستونزې مو ترلاسه کړي او د حل لپاره به یی له اړوندو ادارو سره شریکې کړو، دا چې رسنۍ د عامه پوهاوي په برخه کې رغنده رول لري، نو اړتیا ده چې دوی خپل مسولیت د افغاني کلتور په برخه ادا کړي، ترڅو ولس دې ته اړ نه شي چې د پرديو فرهنګ ته مخه کړي. 
همداراز یو شمېر آزادو خبریالانو او د سیمه ‌ییزو رسنیو مسوولینو په خپل وار سره خبرې وکړې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو څخه يې د مننې ترڅنګ د سیمه‌ییزو رسنیو یو لړ ستونزې له اړوندو مسولینو سره شریکې کړې. 
د اترا ادارې آمر مطیع‌الله صالح وویل: رسنۍ په ټولنه کې ډيرې مهمې دي، همدا رسنۍ دي چې د خلکو غږ تر مسولینو رسوي. 
ښاغلي صالح د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لخوا د یو استول شوي مکتوب په اساس چې په رسنیو کې د باندپاس نصبول دي، يادونه وکړه چې د دغه سيستم په فعالولو سره هغه رسنۍ چې خپل نشرات له ټاکلې اندازې تر نورو ولایتونو رسوي، په اسانه ډول یې ښکاره کوي، د نوموړي په وینا؛ د دغه مکتوب په اساس ټولې سيمه ييزې رسنۍ مکلفې دي، څو دغه سیستم فعال کړي. 

۱۴۴۶/۶/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۸ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS