رسنۍ بايد د ملت د فکري غنا او اصلاح په موخه وکارول شي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري مرکزي او ولايتي رئيسانو ته د دوی د ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی سمينار دوام لري.
په ياد سمينار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين مولوي مهاجر فراهي، د ځوانانو چارو معین قاري محمد يونس راشد، د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي، د جهادي ارزښتونو عمومي رئيس مولوي ذبيح الله نوراني او مرکزي او ولايتي رئيسانو ګډون درلود.
په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين مولوي مهاجر فراهي خبري وکړې او ويې ويل:
رسنۍ په اوسني عصر کې په عامه اذهانو ډېر مهم او اساسي تأثیرات لري، له رسنیو څخه بايد مثبته استفاده وشي او همدارنګه رسنۍ بايد د ملت د فکري غنا او اصلاح په موخه وکارول شي.
نوموړي زیاته کړه: له رسنیو سره همکاري وکړئ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې بايد د رسنيو سره همغږي زیاته شي او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وشي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد يونس راشد وويل: ځوانان زموږ د هېواد ترټولو ارزښتناکه سرمایه ده او افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زيات نفوس يې ځوانان تشکیلوي، ټولو ولایتونو کې ځوانانو ته خاصه پاملرنه وکړئ، ځوانانو ته اميد ورکړئ او دوی ته په ټولنیز ژوند کې داسې تربیه او فکر ورکړئ چې محمدي اخلاق، صورت او سیرت خپل کړي.
ښاغلي راشد وويل: ځوانان بايد داسې وروزل شي ترڅو د دوی څخه لوی داعیان او د اسلام د لارې مبارزین جوړ شي.
ورپسې څو ولایتي رئیسانو د دوی په معینیت پورې تړلې ستونزې شریکې کړې او د دوی لخوا ورته د حل په موخه ډاډ ورکړل شو.
۱۴۰۳/۹/۲۷ ھ ل
۲۰۲۴/۱۲/۱۷ مېلادي
