د ۱۷مې او ۱۳مې ګڼې فرامینو د سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۹
..

د پنجشېر اطلاعاتو او کلتور پوهنې ریاستونو په همکارۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۱۳مې ګڼې فرامینو سیالي چې د ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او غوره ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رییس د یادو فرامینو د لوستلو ترڅنګ وویل: له دغې سیالۍ څخه موخه د یادو فرامینو له محتوا سره د ځوانانو لا ډېر بلد کول او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نظم، عدالت او سالم ژوند په تأمین کې د ځوانانو رول روښانه کول وو.
د غونډې په پای کې د مسوولینو له لوري مخکښو بریالیو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ (کمپیوټر، موبایل، کالي او ستاینلیکونه) هم ووېشل شول.

۱۴۴۷/۸/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS