د ګرځندوی او هوټلدارۍ د انسټیټیوټ فعاليتونه وارزول شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۲۵
afghantin

سه شنبه ( اول د ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د تېر یو کال لاسته راوړنې وارزولې.
 دغه انسټیټیوټ د کدرونو د مسلکي روزنې لپاره هڅې کوي، چې د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخو کې فعالیت کوي، دوه کلنه تدريسي دوره لري او محصلین یې د عمومي او اختصاصي کانکور له لارې جذبېږي، تر څنګ یې د امارتي ادارو کارکوونکو ته د تشریفاتو، اړیکو، مېلمه پالنې، حفظ الصحې او د سمینارونو د تنظیم په برخو کې ځانګړي مهارتونه ور زده کوي.
په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یاد انسټیټیوټ د پام وړ پرمختګونه لرل، چې له ډلې يې په نوې بڼه د انسټيټيوټ پرانېستل،د اختصاصي او عمومي کانکور له لارې د ۵۵ تنو محصلینو جذبول، د ۱۴۰۴ کال لپاره د جذب پروسې ته بازار موندنه، او د ریاست الوزراء، اقتصادي معاونيت او چارو ادارې شاوخوا ۳۰۰ تنو کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې روزنیز سمینارونه جوړول شامل دي.
د روان ۱۴۰۴ کال لپاره هم یاد انسټیټیوټ پراخ پلانونه لري، چې پکښې د محصلینو کلنی جذب، د امارتي ادارو کارکوونکو ته د هوټلدارۍ، مېلمه پالنې، بازار موندنې، مدیریت، ګرځندوی، د سیلانیانو د لارښوونې، د ګرځندوی پیکجونو د جوړولو، د ټولنیزو اړیکو پراخولو، د اکوتوریزم د دودولو او همدارنګه د تاریخ، کلتور او افغاني دودونو په برخو کې د ظرفیت لوړونې سمینارونه شامل دي.
د یادو برنامو د پلي کېدو لپاره انسټیټیوټ له بېلابېلو امارتي او خصوصي ادارو سره نږدې همکاري لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS