د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټيټوټ خبرتیا

wares_admin

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخو کې د مسلکيتوب لپاره فعالیت کوي.
په پام کې ده چې د۱۴۰۳ تعلیمي کال لپاره د دولسم ټولګي فارغان او نور غوښتونکي د اداري پروسې له بشپړېدو وروسته په یادو برخو کې د دوه کلنو ذده کړو لپاره جذب کړي.
د بازار د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور د کارکوونکو د مسلکي کولو لپاره د ګرځندوی، شرکتونو او هوټلونو برحاله کارکوونکو ته لومړیتوب ورکړل کيږي.
علاقمندان کولای شي  د جدي مياشتې له لومړۍ نيټې څخه تر ۳۰ نېټې پورې د غوښتنليک فورمې له لاندې لينکونو څخه  او يا هم د ګرځندوی او هوټلدارۍ له انسټيټيوټ څخه ترلاسه او ځانګړې کانکور ازموينه کې ګډون وکړي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۴۹۵۰۶۸۵۷
ويبسايټ :  www.moic.gov.af او  afghan-tours.com
آدرس:  حضوري چمن د کرکټ بورډ تر څنګ د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټيټيوټ

Documents

غوښتنليک

خبرتیا

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۳۲
Background image

بلنلیک

د کندوز ولایت؛ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د ترنم او ترانو ریاست سره په همکارۍ، په پام کې لري چې د شمال ختیځ زون په کچه د «ريدي‌ګل دودیزې مشاعرې» تر سرلیک . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

Back to announcements