د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین کونړ ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۳۴
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال کونړ ولایت د سفر په لړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ملي راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ملي راډیو تلویزیون د چارو ارزونې ترڅنګ مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې هم وکړې.
ښاغلي جمال زیاته کړه؛ هڅه کوو، چې په نږدې راتلونکي کې په دې ولایت کې ګرځندویاونو ته هوټل او د لرغونو آثارو د خوندي ساتلو لپاره موزيم جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین لغمان او ننګرهار ولایتونو ته هم سفر کړی و.

۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS