د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین هرات کې له تاريخي آبداتو، فرهنګي او هنري مرکزونو څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي احمدالله متقي په ملتیا، د اختیارالدین له تاریخي کلا، ملي موزیم، هریوا دارالفنون ، عامه کتابتون، ملي نگارستان او د هرات له ادبي انجمن څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي، معین صاحب ته د اختیارالدین د تاریخي کلا د ارزښت او مقام تر څنګ، د دارالفنون هریوا، عامه کتابتون، ملي نګارستان او ادبي انجمن په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي جمال هم په خپلو خبرو کې د هرات د تاریخ او تمدن ستاینه وکړه او ویې ویل: داطلاعاتو او کلتور وزارت د دې ولایت د تاریخي آثارو د رغونې او ساتنې لپاره جدي هڅې کوي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د اختیارالدین کلا او ورته نورو تاریخي ودانیو بیارغونه او د فرهنګي مرکزونو پیاوړتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، دا فرهنګي بنسټونه او ځایونه د هېواد د تاریخي، هنري او فکري هویت منعکس کوونکي دي.
۱۴۴۷/۲/۵ هـ ق
