د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د هرات له ملي راډیو ټلویزیون څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال هرات ته د خپل سفر پر ترڅ کې د دې ولایت له ملي راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه او د دغه رسنيز بنسټ د بېلابېلو خپرنیزو او تخنیکي څانګو وضعیت یې له نږدې وڅاره.
د ملي راډیو تلویزیون آمر د خپلو فعالیتونو، پرمختګونو او شته ستونزو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه؛ چې د ملي راډیو تلویزیون مسؤلین هڅه کوي، د اسلامي، ملي او کلتوري لیدلوري پر بنسټ د ټولنې واقعیتونه انعکاس او د خلکو د اطلاع رسونې اړتیاوې پوره کړي.
په ورته وخت کې مولوي قدرت الله جمال وویل: رسنۍ د ملت سترګې دي، ملي رسنۍ مسؤلیت لري، چې د صداقت، ملي وحدت، دیني او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
ښاغلي جمال د یادې رسنۍ له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د ژورنالیزم د اصولو په پام کې نیولو سره، د خلکو او حکومت ترمنځ پل واوسي او د کلتوري ودې لپاره لا ښه زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي د ملي راډیو تلویزیون د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه او په دې ولایت کې یې د ملي راډيو تلويزيون د تخنیکي او محتوایي ظرفیتونو پر لاپیاوړتیا ټینګار وکړ.
۸/۲/۱۴۴۷ هـ ق
