د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين له جهان نما باغ څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال د یو پلاوي په مشرۍ او د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي فیروزالدین منیب په ملتیا د خلم ولسوالۍ له تاریخي آبدې جهان نما باغ څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فیروزالدین منیب د دې تاریخي آبدې په اړه وویل: جهان نما باغ په ۱۲۳۶ لمریز کال کې د امیر عبدالرحمان خان له لوري جوړ شوی دی، دغه باغ چې ۷۰ جریبه ځمکه لري، په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو، په دې ځای کې د یوناني، باختري، کوشاني او اسلامي دورو ۷۰ تاریخي آثار، د معاصرو پاچاهانو سکې او نور لرغوني توکي ساتل کېږي.
ښاغلي مولوي قدرتالله جمال هم د تاریخي آبدو د ساتنې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: تاریخي آبدات زموږ د هېواد ارزښتناک تمدني میراث دی، چې د هېواد د تاریخ، کلتور او تمدني ارزښتونو انعکاس کوي.
نوموړي د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د ټولو خلکو پر ګډ مسئولیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه؛ ټول مکلف یو چې د هېواد د تاریخي آبدو په ساتنه کې فعال ګډون وکړو، تر څو دا ارزښتناک آثار راتلونکو نسلونو ته په سمه توګه انتقال شي.
۱۴۴۶/۸/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۳۰ ل
