د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين لغمان ته د خپل سفر پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له کارکوونکو سره وليدل

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۱۵
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د ځوانانو چارو د سرپرست معين مولوي سيد محمد سعيد په ملتيا د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له کارکوونکو سره وليدل او د دوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واوريدل.
نوموړي په دغه ليدنه کې کارکوونکو ته ډاډ ورکړ او وې ويل: چې لوموړيتوبونو ته په کتو به ټولو غوښتنو ته رسېدنه  وشي.
ښاغلي جمال همداراز د اطلاعاتو او کلتور رياست په اهميت او ارزښت خبرې وکړې او وې ويل: د اطلاعاتو او کلتور داسې اداره ده، چې ټولو ولایتي ادارو سره سر و کار لري، د اطلاعاتو، اړیکو، تبلیغاتي، نشراتي او نورو برخو کې باید هرې ادارې سره ښه همغږي او همکاري ولري.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام کارکوونکو ته پر دنده پابندي، ولس ته غوره نشراتي او هر اړخيز خدماتو په وړاندې کولو او له خلکو سره د ښه چلند په اړه لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS