د ګرځندوی، مالي او اداري معین سره د ایران د سفیر لیدنه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۵
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال سره د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي او په کابل کې د ایران کلتوري اتشې سید روح‌الله حسیني وکتل.
د دې لیدنې موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاحتي همکاریو پراختیا، د دواړو هېوادونو د سیلانیانو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول، د سفر، زیارت، درملنې او زده‌کړو بهیر اسانه کول، د ګډو فرهنګي پروګرامونو پراختیا او د دوه ‌اړخیزې همغږۍ له لارې د سیلانیانو د تګ راتګ زیاتول وو.
په پیل کې مولوي قدرت‌الله جمال وویل: افغانستان او ایران له ښو او دوستانه اړیکو برخمن دي، د سیاحت، درملنې، زده‌کړو او د کربلا زیارت کوونکو لپاره د ترانسپورټ په برخو کې اړینې اسانتیاوې د برابرې شي.
ښاغلي جمال د ایران له سفیر څخه وغوښتل چې ایران دې د خپلو تجربو په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ د استادانو لپاره د روزنیزو او علمي سیمینارونو زمینه برابره کړي، ترڅو هغوی د مجربو استادانو له علمي تجربو او لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي.
د ګرځندوی، مالي او اداري معین زیاته کړه، چې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه به د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره یو هوکړه ‌لیک جوړ او د دواړو لورو له خوا به لاسلیک شي.
په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي وویل: افغانستان او ایران ژور دیني، فرهنګي او تمدني مشترکاتو لري، نوموړي د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او په سیاحتي او زیارتي برخو کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ څرګند کړ. ښاغلي بیکدلي زیاته کړه، چې د دواړو دوستو او ورونو هېوادونو د تجربو شریکول به د سیاحت د صنعت د ودې او پراختیا زمینه برابره کړي.
همداراز په کابل کې د ایران سفیر وویل: د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو په همغږۍ سره به په افغانستان او ایران کې د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انستیتیوت د استادانو لپاره ځانګړي روزنیز سیمینارونه جوړ شي، چې تدریس به یې ایراني استادان کوي.
په پای کې دواړو لورو په فرهنګي او سیاحتي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او په یادو برخو کې یې د دوامدارې همغږۍ او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ژمنه وکړه.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS