د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین نیمروز ولایت ته رسمي سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام او د فراه د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی سباوون په شتون کې د نیمروز ولایت مقام له مرستیال مولوي تورجان احمدي سره ولیدل.
ښاغلي احمدي د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، نیمروز یو له تاریخي او لرغونو ولایتونو څخه دی، چې یو شمېر تاریخي آبدات یې زرګونه کاله لرغونتوب لري.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د ولایت مقام د رهبرۍ له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د اسلامي او اصیل افغاني کلتور د دودولو، د رسنیو د مدیریت او انسجام، د ګرځندوی صنعت او سیلانیانو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو، د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم د خپرونیزو چارو د تنظیم او ځوانانو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې کار کړی دی.
همدا راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د نيمروز ولايت له اطلاعاتو او کلتور څخه هم لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دې ولایت کې د رسنیو، ګرځندوی، ځوانانو، مالي او اداري او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اړوندو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په بیلابیلو برخو کې شته ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه يې له ښاغلي معین صاحب سره شریک کړل.
ښاغلي جمال د دې ولایت د تاریخي اثارو په ساتنه، د ګرځندوی صنعت د پراختیا، د کلتوري، اصلاحي، ادبي او ټولنیزو پروګرامونو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو ته يې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د یاد ریاست له ټولو برخو، کاري شعبو، عامه کتابتون او ښوونیز مرکز څخه يې هم څارنه وکړه، چې د څارنې په لړ کې یې اړوندو مسؤولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
۱۴۴۷/۲/۱۱ هـ ق
