د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړل

rahim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۰:۲۴
Kanduz province


د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولايت له ۱۵ ښوونيزو کورسونو او د امام محمد شیباني په نوم یو خصوصي پوهنتون سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړل. 

د تړونونو لاسليکولو موخه هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابرول دي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي.

همداراز  د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مطیع‌الله روحاني د ځوانانو چارو د آمر په ملتيا د تخنيکي او مسلکي زده کړو له څيړنيز فارم څخه ليدنه وکړه، تر څنګ يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت په ودانۍ کې د فريلانسنګ ( آنلاین کاروبار ) لپاره ټاکل شوې ودانۍ هم له نږدې څخه وليدله.

د یادونې وړ ده، چې په ‌دې ودانۍ کې به د کندوز او شمال ختیځ زون په کچه ۲۴ تنه زدکونکي د درې میاشتو لپاره د فریلانسېنګ زدکړې وکړي.


۱۴۴۵/۱۰/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۲/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS