د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې لرغونې سیکې موندل شوي دي
د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي: چې د دغه ولايت د حضرت امامصاحب ولسوالۍ په قرهتپه سیمه کې ۴۲ دانې سیکې موندل شوي دي، چې ډېر ژر به يې د لرغونتيا ثابتولو په موخه اطلاعاتو او کلتور وزارت ته واستوي.
په همدې موخه د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا يو پلاوی امامصاحب ولسوالۍ ته استول شوی، تر څو د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو سره په ګډه د قرهتپې سیمې ته لاړ شي او سیکې انتقال او د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته یې تسلیم کړې.
د پلاوي یو تن غړي قاري داد محمد منصور وویل: که څه هم د قرهتپې سيمه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ثبت شویو تاریخي سیمو څخه نه ده، خو په وینا يې دغه سیمه تر ډېره حده یوه لرغونې سیمه ښکاري او ښايي چې تاريخي سیمه وي، ځکه ۴۲ دانې سیکې هم په کې موندل شوي دي.
د امام صاحب ولسوالۍاوسېدونکي بیا وايي: چې یو شمېر ځايي اوسيدونکو په خپل سر د قره تپې سیمې یوه برخه کېندلې وه، چې له امله یې پکښې ۴۲ دانې سیکې موندل شوې وې، د دوی په وینا دغه سیکې د تاريخي څرنګوالي له امله د ولسوالۍ مسؤلینو ته تسلیم شوې.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر احمد جاوېد رنجبر وايي: دغو سيکو ته په کتو معلومېږي، چې تاريخي نښې په کې له ورایه ښکاري، خو د تاريخي بڼې د ثابتولو په موخه به ډېر ژر اطلاعاتو او کلتور وزارت ته واستول شي، تر څو د دغو سيکو د تاريخ، ارزښت او لرغونتیا په اړه اړين معلومات ترلاسه شي.
۱۴۴۶/۵/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۵ هـ ل
