د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د دولتي ادارو د وياندويانو سره د همږغۍ ناسته ترسره شوه

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۰:۲
asdfgnm

 

نن چهارشنبې (۱۴۴۴/۱۰/۲۷ هـ ق)  د کندهار ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د دغه ریاست رئيس مولوي انعام الله سمنګاني په مشرۍ د دولتي ادارو د وياندويانو سره د همږغۍ ګډه ناسته تر سره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مخکني رئيس مولوي نور احمد سعيد، د اطلاعاتو آمر ملا شمس الله صميم او د نورو دولتي ادارو وياندويانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د دولتي ادارو د وياندويانو فعاليتونه او کارونه وستايل او د چارو د لا ښه پر مختګ او پر وخت تر سره کېدو له پاره یې لازمې لارښوونې ورته وکړې.
ورپسې د دولتي ادارو وياندويانو هم خپلې ويناوې وکړې، او ډاډ یې ورکړ، چې د رسنيزو فعاليتونو په برخه کې به خپل مسئوليت په ښه ډول ادا کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS