د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس په خاکرېز ولسوالۍ کي د شاه آغا د زیارت څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي انعام الله سمنګاني په مشرۍ د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څپاند او د ګرځندوی آمر مولوي شفیع الله عمري خاکرېز ولسوالۍ ته سفر وکړ او د شاه اغا له زیارت څخه يې لیدنه وکړه.
ښاغلي سمنګاني وویل: د شاه آغا زیارت هم د لرغونو تاریخي آبدو څخه دی، د نورو تاريخي ځايونو په څېر پاملرنه ورته کوو.
د یادونې وړ ده چې کندهار ولايت کې څو ورځې وړاندې د زرغونې انا مقبره هم د تاریخي سبک سره سم په اساسي ډول ورغول شوه او پر ځینو تاريخي ځايونو اوس هم کارونه شروع دي.
۱۴۴۵/۹/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۱/۷ هـ ل
