د کندهار او بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د نیالګيو ايښودلو لړۍ پیل شوه
تېره ورځ د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور احمد سعيد او د یاد ریاست مرستيال ملا شمس الله صمیم له خوا په یاد ریاست کې د نیالګيو ايښودلو لړۍ پیل شوه، چې پر مهال یې د ریاست نورو مامورينو هم ګډون درلود.
ښاغلي سعيد وویل، چې د نیالګيو ايښولو لړۍ به دوام ولري، په نږدې راتلوونکي کې به په ځينو تاريخي ځايونو او همدارنګه تاريخي ابدو ته څېرمه سيمو کې هم د نيالګيو ايښودلو چارې پيل شي.
نوموړي د نیالګيو د ساتنې په برخه کې د ولسي وګړو همکاري اړينه وبلله.
د یادونې وړ ده چې په بغلان ولایت کې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري د نیالګیو ايښودلو کمپاین ترسره شو.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیر محمد پيوند آمین وایی، چې د رضاکاره ځوانانو په مرستې د پلخمري، په فرحت غونډۍ کې څه باندې دوه سوه نیالګي د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري وکرل شول څو نور خلک او ځوانان هم وهڅول شي، چې د هېواد د ښېرازۍ په موخه نیالګي کینوي.
په ورته مهال دبغلان اوسېدونکي، د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري د نیالګیو ايښودل د هیواد د ښیرازۍ په برخه کې یو ښه ګام بولي او غوښتنه کوي چې د چاپیریال ساتنې ادارې سربیره ښاروالۍ ریاست او عام خلک په ښه توګه د ايښودل شوو نیالګیو څخه ساتنه وکړي څو وچ نه شي.
۱۴۴۴/۸/۱۲ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۴ هـ ش
