د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست د معتادينو له روغتيايي مرکز سره د کتابونو مرسته وکړه
یکشنبه ( ۱۴ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د معتادينو له روغتيايي مرکز سره د ۲۰۰ ټوکه بيلابيلو کتابونو مرسته وکړه.
ياد کتابونه چي پر بيلا بيلو موضوعاتو ليکل شوي و، د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي انعام الله سمنګاني له لوري د معتادينو روغتيايي مرکز مسؤلينو ته وسپارل شول.
د اطلاعات او کلتور رئيس وويل: ياد مرکز ته د کتابونو د ورکړې څخه ئې موخه معتادينو ته د مطالعې زمينه برابرول او د ښه کتابونو د مطالعې په رڼا کي د ښه انفرادي او ټولنیز ژوند له پاره فرصتونه برابرول دي.
د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د کندهار عمومي محبس کتابتون ته سلګونه جلده کتابونه ورکړل شوي وو.
