د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ښوونیز مرکز پرانیست غونډه وشوه

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۲:۴۹
اطلاات

 

تېره ورځ د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ښوونیز مرکز پرانیست غونډه وشوه، چې پر مهال یې د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نوراحمد سعید، د یاد ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم، استاد حیات الله رفیقي، ځوانانو او لسګونو زده کوونکو ګډون کړی وو.
غونډه چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعید د یاد ښوونيز مرکز په پیلېدو خوښي وښوده او زياته یې کړه، چې دې علمي مرکز ته نور پراخوالی هم ورکوو، ځوانان دي د اسلام په چوکاټ کې عصري او دیني زده کړي وکړي، د وخت څخه دي استفاده وکړي او وطن دي د سيالانو سيال کړي.
ورپسې استاد حیات الله رفیقي بیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وروستۍ لاسته راوړني او فعالیتونه وستایل، نوموړي د علمي او فرهنګي فعالیتونو په زیاتېدو خوښي وښوده، له ځوانانو یې وغوښتل، چي تعلیم وکړي، د خپلو پخوانیو علماوو او علمي شخصيتونو لاره تعقيب کړي.
په وروستیو کې د ځوانانو چارو آمر قاري بشیر احمد ثمین د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ښوونیز مرکز په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او ویې ویل، چې د یاد مرکز استادان په ورځني ډول ۳۳۰ زده کوونکو ته په انګلیسي، کمپیوټر او سواد زده کړه کې په وړیا ډول تدریس کوي.

۱۴۴۴/۷/۱۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۱۹هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲۸
Background image

ننګرهار کې د مطالعې دود پیاوړتیا په موخه له ځوانانو سره غونډه وشوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د جلال آباد ښار په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر فرهنګیانو، شاعرانو، لیکوالانو زده کړیالانو او زده کوونکو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

پکتیا کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (کتاب پېژندنه او پر څیړنیز بهیر یې اغېزې) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او پکتیا پوهنتون په ګډو هڅو د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د ځوان نسل مطالعې ته هڅولو په موخه د پکتیا پوهنتون په مرکزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

BACK TO NEWS