د کتاب نړیوالې اوونۍ په مناسبت بغلان کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۲۹
..

د بغلان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د پوهنې ریاست په همغږۍ، د کتاب نړیوالې اوونۍ په مناسبت په پلخمري ښار کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتونونو مدیر وویل: دغه نندارتون د فرهنګیانو، قلموالو، استادانو او د لسګونو ښوونځیو زده‌کوونکو په ګډون پلخمري ښار کې ترسره شو.
د نوموړي په وینا، په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر د مطالعې او کتاب لوستلو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او له زده‌کوونکو څخه یې وغوښتل چې د درسي مضامینو ترڅنګ د نورو کتابونو مطالعې ته هم پاملرنه وکړي، ترڅو یې د معلوماتو کچه لوړه شي.
دغه راز د بغلان د فرهنګپالانو له ډلې یو تن د دې پروګرام د جوړېدو ستاینه وکړه او د ولایت په کچه یې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د پلخمري د عامه کتابتون ترڅنګ، د بغلان ولایت په څلورو ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه فعال دي او هره ورځ لسګونه کسان د مطالعې په موخه ورته مراجعه کوي.

۱۴۴۷/۱۱/۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نارنج ګل دودیزه مشاعره د زرګونو ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه، چې پکې د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د ختیځ زون د زرګونه ولسونو سربېره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۳۳
Background image

فاریاب او پروان ولایتونو کې د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوې

د فاریاب او پروان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري په جلا جلا توګه له خبریالانو، د امارتي او خصوصي رسنیو د مسوولینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۳۰
Background image

د جنوب ختيځ زون خبريالانو ته روزنيز سيمينار پيل شو

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د خبريالانو د خونديتوب کميټې په ګډو همکاریو د جنوب ختیځ زون خبریالانو ته په حضوري او انلاین بڼه ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو، چې دغه روزنیز سیمینار د. . .

BACK TO NEWS