د کتاب او کتاب لوستلو اوه ورځنی نندارتون پای ته ورسید

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۲۱:۲۸
د کتاب او کتاب لوستلو اوه ورځنی نندارتون پای ته ورسید

 

د تېرې شنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د هېواد په مرکز کابل، زرنګار پارک کې د کتاب او کتاب لوستلو اونۍ په مناسبت اوه ورځنی نندارتون جوړ شوی و، نن پنجشنبه د یوې اختتامیې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسید.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین ښاغلي مهاجر فراهي په شمول یوشمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د اطلاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي وویل، دا ډول نندارتونونه خلک مطالعي ته هڅوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د هېواد ټولو ولایتونوته د مطالعي دود ورسوي.
همدا راز نوموړ  زیاته کړه، دغه وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د غوره لیکوالانو ګټور آثار ورته چاپ کړي.
ورپسې د ناشرانو په استازولۍ مختار زاده صاحب خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې ځانګړې مننه وکړه، چې د کتاب د ترویج او د مطالعې دود د ودې لپاره داسې نندارتونونه جوړوي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د خصوصي ناشرانو د اتحادیې رئیس سید عبدالله پاچا خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو سره یې د خصوصي ناشرانو ستونزې شریکې او د حل غوښتنه یې ترې وکړه، چې د مسؤلینو له لوري ورسره د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په پای کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست لخوا د نندارتون ګډون کوونکو ناشرانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول. 
د یاد نندارتون اختتامیه غونډه په دعا پای ته ورسیده.

۱۴۴۴/۱۱/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۵ هـ ش
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS