د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۰
...

دوشنبه ( ۱۰ د صفرالمظفر ۱۴۴۷)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ او د کمېسیون د غړو په حضور کې جوړه شوه.
غونډه د کمېسیون د منشي له ‌خوا د تېرې غونډې د راپور په وړاندې کولو پیل شوه، چې پکې د کمېسیون فعالیتونه او لاسته راوړنې مثبتې وارزول شول.
په دې غونډه کې د ۶۶۶ ټوکو بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې، هغو کتابونو ته چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره برابر وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۳۴ ټوکه کتابونه، چې کمېسیون ته د ارزيابۍ په موخه راجع شوي وو، د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو يې راتلونکې غونډې ته راپور چمتو کړي.

۱۴۰۴/۵/۱۳ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS