د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۵۸
...

دوشنبه (۱۴۴۷ هـ ق د جمادی‌الاول ۵مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د ياد معینیت د معین ښاغلي مهاجر فراهي صاحب په مشرۍ د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۴۸ ټوکه صادر شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۱۱ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي، همدارنګه د سعودي عربستان سفارت پورې اړوند یو شمېر قرآن‌ کریم نسخې هم وارزول شوې او د هغوی د واردېدو اجازه صادر شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS