د کتاب ارزونې کميسيون نوبتي غونډه وشوه
دوشنبه (۱۸د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت کې د ياد معينيت د معين مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کميسيون نوبتي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي، د باختر خبري آژانس رئيس مولوي ضیاءالحق حقمل او د کميسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
په پيل کې ښاغلي مهاجر فراهي د کمیسیون د لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او د کميسيون فعاليتونه يې مثبت ارزيابي کړل.
د غونډې په ترڅ کې د کميسيون غړو د ورسپارل شويو کتابونو په اړه خپل ګزارشونه وړاندې کړل، چې په اړه لازمې پرېکړې وشوې، همدا راز د امتي خپرندويه ټولنې د کتابونو لست هم ارزيابي شو او هغه شمېر کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره برابر وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.
د غونډې په پای کې د کميسيون په غړو هغه کتابونه وويشل شول، چې دې کميسيون ته د ارزيابۍ په موخه راجع شوي وو، تر څو راتلونکې غونډې ته يې ګزارش وړاندې کړي.
۲۰۲۵/۲/۱۷ ز
۱۴۰۳/۱۱/۲۹ ل
