د کتابونو د ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه
دوشنبه ( ۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپرونو چارو معینیت کې د کتابونو د ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې ناستې راپور وړاندې کړ او د کمېسیون غړو د یاد کمېسیون فعالیتونه مثبت وارزول.
په دې ناسته کې د چاپ مخکې آثارو لپاره د ارزونې د معیارونو ترتیب او د کتابونو او علمي آثارو د انځورونو په اړه مهمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په پای کې هغه شمېر کتابونه چې دې کمېسيون ته د ارزونې په موخه راجع شوي وو، د کمېسيون د غړو تر منځ د مطالعې په موخه ووېشل شول، تر څو راتلونکې ناستې ته يې راپور وړاندې کړي.
