د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
نن دوشنبه ( ۱۴۴٥/٣/٢٤ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعات او کلتور وزارت، د حکومتي ورځپاڼو، پر رسنیو د څار، دعوت او ارشاد رئیسانو او د علومو اکاډمۍ، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو، د کاپي رايټ آمر او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پیل شوه، ورپسې د نشراتو معین مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کړنې مثبتې وارزولې او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل.
په دغه کمېسیون کې د ١٢٩ ټوکه صادر شوي کتابونو او همدارنګه د هغو کتابونو ارزونه تر سره شوه، کوم چې په تېره غونډه کې د کمېسیون غړو ته ورکړل شوي و.
په دغه کمېسیون کې د کتاب په نوم د یوې مجلې پر چاپ او مالي برخه باندې هم خبرې اترې و شوې.
