د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۲۳:۶
....

نن دوشنبه (۱۴۴۴/۹/۱۹ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معینیت کې د ښاغلي معین "مهاجر فراهي" په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دفتر رئیس شفیق احمدزی، د معارف وزارت استازي، د علومو اکاډمۍ استازي، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو هيوادونو د تحصيلي اسنادو ارزونې او معادلت رياست رئیس مولوي احمد تقي او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی ؤ.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي معین د یاد کمېسيون کارونه مثبت ارزیابي کړل، فعاليتونه يې وستايل او د لا ښه فعالیت سپارښتنې یې ورته وکړې. 
همدا راز په یاده غونډه کې د څو ټوکو بېلابېلو کتابونو ارزونه ترسره شوه، کوم چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره سم ول، د نشر او پلور اجازه ورکړل شوه.
غونډه په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS