د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۴:۴۵
شبلال

 

نن دوشنبه (۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معینیت کې د ښاغلي معین "مهاجر فراهي" په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي ریاست رئيس ځانواک مفتي زاده، معارف وزارت استازي، د علومو اکاډمۍ استازي، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو هيوادونو د تحصيلي اسنادو ارزونې او معادلت رياست رئیس مولوي احمد تقي او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی ؤ. 
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي معین د یاد کمېسيون کارونه مثبت ارزیابي کړل، فعاليتونه يې وستايل او د لا ښه فعالیت سپارښتنې یې ورته وکړې. 
همدا راز په یاده غونډه کې د څو ټوکو بېلابېلو کتابونو ارزونه ترسره شوه، کوم چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره سم ول، د نشر او پلور اجازه ورکړل شوه.
غونډه په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS