د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه 

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۴۱
.....

 

نن دوشنبه (۱۴۴٥/٣/١٠ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د حکومتي ورځپاڼو، پر رسنیو د څار، د دعوت او ارشاد رئیسانو او د پوهنې، د علومو اکاډمۍ، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پیل شوه، ورپسې د نشراتو معین مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کړنې مثبتې وارزولې او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل. 
په دغه غونډه کې پر ٢٢ ټوکوهغو کتابونو ارزونه تر سره شوه، چې په تېره غونډه کې د کمېسیون غړو ته ورکړل شوي و. 

١٤٤٥/٣/١٠ هـ ق
١٤٠٢/٧/٣ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS