د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه 

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۱:۵۰
د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه 

 

نن دوشنبه(۱۴۴۴/١٢/٢٢ هـ ق) اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د کتابونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د بشري سرچینو رئيس مولوي عبدالحق حماد په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د دغه وزارت د دولتي ورځپاڼو رئیس مولوي محمد ابراهیم نبیل، دبیهقي کتاب خپرولو ریاست رئیس عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده، د لوړو زده کړو وزارت استازي احمد تقي، د دعوت او ارشاد، د معارف وزارت، د علومو اکاډمۍ، د حج او اوقافو، د امر بالمعروف، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پیل شوه، ورپسې د بشري سرچینو رئيس عبدالحق حماد د یاد کمېسيون کړنې مثبتې وارزولې او د یاد کمېسيون فعاليتونه يې وستايل. 
په یاده غونډه کې د ٥٠ ټوکه بېلابېلو کتابونو ارزونه وشوه، کوم چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره سم وو، د نشر اجازه ورکړل شوه.
همدارنګه د غونډې په وروستۍ برخه کې د کتاب ارزونې کمېسیون پر لوګو جوړولو هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS