د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور رئيس له يو شمېر ليکوالانو او رسنيزو فعالانو سره وکتل

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۵۸
..

د کاپيسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کریم ‌الله وثیق د قرآن ‌کريم د پشه يي ژبې تفسیر لیکوال پوهاند عبدالمنان عطازاده، د افغانستان د آزادو ژورناليستانو د ټولنې رئيس حجت ‌الله مجددي او یو شمېر نورو رسنيزو فعالانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ښاغلي وثیق په پشه يي ژبې د قرآن ‌کریم د تفسیر، څېړنې او چاپ په ارزښت خبرې وکړې او دا چاره یې د هېواد لپاره له ویاړ او عزت څخه ډکه لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي وويل: له هغو رسنیو چې قانوني جواز ولري او د اسلامي نظام له پالیسۍ سره سم فعالیت کوي، ملاتړ کوو، رسني د اسلامي کلتور د ترويج او پياوړتیا لپاره بهتريني وسيلې دي.
د آزادو ژورناليستانو د ټولنې رئيس او رسنیزو فعالانو د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هر اړخیز ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې خپلو رسنیزو چارو ته به د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم دوام ورکړي.

۱۴۴۷/۱/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS