د کابل پوهنتون لسګونو زده کړیالانو ته علمي سیمینار وړاندې شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو په ریاست کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لسګونو تنو زده کړیالانو ته د مطالعې لارو چارو، د مطالعې د ارزښت، د افغانستان د علماوو او لیکوالانو او په اوسني وخت کې د مطالعې فرصتونو په اړه علمي سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم راغلو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې معلومات ورکړل او له زده کړیالانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو درسي کتابونو ترڅنګ آزادې مطالعې ته هم ځانګړی وخت ورکړي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛ زده کړیالان باید دیني او عصري علومو کې کافي پوهه ولري.
په دغه سیمینار کې زده کړیالانو ته د عامه کتابتونونو د روانو او ترسره کړیو فعالیتونو په اړه هم بشپړ معلومات ورکړل شول.
ورته مهال د علومو اکاډمۍ کادري غړي محقق محمد کریم ادیب د مطالعې او د افغانستان علمي تاریخ په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د عامه کتابتونونو له ریاست څخه یې د دغه سیمینار د جوړولو له امله مننه وکړه.
دغه راز زده کړیالانو د عامه کتابتونونو ریاست له ترسره کړیو علمي خدماتو او له ښوونیزو ادارو سره دوامدارې همکاریو څخه مننه وکړه او دغه علمي سیمینار یې د خپلو علمي معلوماتو د بډاینې په برخه کې خورا ګټور وباله.
د سیمینار په پای کې د عامه کتابتونونو د ریاست له لوري ټولو زده کړیالانو ته یو ټوک د (یوم الفتح) کتاب هم ډالۍ شو.
۱۴۴۸/۵/۳۰ هـ ق
