د کابل په دريو ولسواليو کې د امارت پېژندنې سيالي تر سره شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست، د کابل ولايت د پوهنې رياست او حريت بنسټ په همکارۍ د کابل ولايت په دريو ولسواليو کلکان، قره باغ او استالف کې د ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ د امارت پېژندنې کتاب سيالي تر سره شوه.
په یادو سياليو کې د درې واړو ولسواليو شاوخوا دوه زره تنه زده کوونکو ګډون کړی و، چې د دوی له منځه به ممتازو زده کوونکو ته ارزښتمنې ډالۍ هم ورکړل شي.
دا سيالۍ د کتاب لوستنې کلتور د ودې او د نظام په اړه د خلکو د سم پوهاوي په موخه تر سره کيږي، چې تر دې وړاندې د میربچه کوټ او شکردرې ولسواليو د سلګونه تنو زده کوونکو تر منځ هم جوړې شوې وې، چې دېرش تنه غوره ګډونوال يې د ډاليو په ورکولو سره وستايل شول.
۱۴۴۶/۵/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۵ هـ ل
